د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

naweed_admin
Tue, Sep 22 2026 11:40 AM
ریاست مخابرات ولایت خوست

د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د تڼیو ولسوالۍ د سنکۍ زنده ‌خېلو سیمه کې د افغان ټیلیکام مخابراتي شرکت سلام شبکې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه.

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي له مخابراتي پوښښ څخه برخمن شي.

ټاکل شوې چې د یاد سایټ د جوړولو چارې به په نږدې راتلونکي کې پیل شي.