د سرپُل ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست د کمپیوتر زده کړو ښوونیز مرکز پرانیستل شو

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۲:۴۲
مخابرات ولایت سرپل

د سرپُل ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست د کمپیوتر زده کړو ښوونیز مرکز د رسمي مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

په یاده غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې رئیس محترم مولوي محمد طارق فاروقي، د وزارت د معلوماتي تکنالوجۍ د پراختیا او تحقیق لوي رئیس محترم الطاف احمد علمیار، د سرپُل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم  قاري لعل محمد خطاب او د نورو بیلابیلو امارتی ادارو مسئولینو گډون درلود.

د دغه غونډي په ترڅ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې رئیس محترم مولوي محمد طارق فاروقي د ولایتي روزنیزو مرکزونو د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې ټکنالوجي په اوسني عصر کې يوه اساسي اړتيا ده، د ټکنالوجۍ اهمیت ته په کتو سره د مخابرتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مقام په لومړي قدم کې د سرپل ولایت په ګډون ۱۶ محرومو ولایتونو د کمپیوټر ښوونیز مرکزونه د تجهیز په پروګرام کې شامل کړیدي.

نوموړي وویل چې د دغو ښوونیزو مرکزونو په تجهیز د ۳۵ میلیونه افغانیو څخه زیات لګښت راغلی دي.

په یاده غونډه کې د مخابراتو وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ د څیړنې او پراختیا عمومي رئیس ښاغلي الطاف احمد علمیار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني پیغام د غونډې ګډونوالو ته ولوست .

د یادونې وړ ده چې د سرپُل ولایت ولسونو او د غونډې ګډونوالو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه نیک اقدام قدرداني وکړه او خوښي یې څرګنده کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۳۸
Background image

بادغیس ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د قادس ولسوالۍ برګل سیمه کې د مخابراتو وزارت اترا ادارې د واحدې منبع له لارې جوړ او ګټې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۲۰
Background image

په خوست ولایت کې د کمپیوټري او ډیجیټلي مهارتونو له روزنیز مرکز څخه ۷۶ تنه فارغ شول

د دغه روزنیز پروګرام موخه د ځوانانو، دولتي کارکوونکو او محصلینو د کمپیوټري او ډیجیټلي...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۵۶
Background image

غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

دغه مخابراتي سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي تنظیم ادارې اترا د ټي دي اف یوولسمې پروژې...

بېرته خبرونه ته