نورستان ولایت وانټ وایګل ولسوالۍ کې د سلام شبکې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو چارې پیل شوې

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۲۰ - ۱۲:۶
مخابرات ولایت نورستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ  وزارت په لارښوونه نورستان ولایت د وانټ وایګل ولسوالۍ اړوند نشیګرام سیمه کې د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست، اترا ادارې آمریت او د افغان ټیلی کام مخابراتي شرکت مسؤلینو د ګډو هڅو په ترڅ کې د ټي ډي اف لسمې پروژې په مرسته د سلام شبکې د یوه نوي سایټ چې په 3G وسایلو به سمبال وې، دجوړولو چارې پیل شوې.

د دغه سایټ په فعالیدو سره به د نوموړې ولسوالۍ اړوند نشیګرام او مندیش سیمې تر مخابراتي او انټرنټي پوښښ لاندې راوستل شي او د دغو سیمو مخابراتي ستونزې به ورباندې حل شي.

دیادونې وړده چې د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت یاده کړنه وستایله او خوښي یې څرګنده کړله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۳۸
Background image

بادغیس ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د قادس ولسوالۍ برګل سیمه کې د مخابراتو وزارت اترا ادارې د واحدې منبع له لارې جوړ او ګټې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۲۰
Background image

په خوست ولایت کې د کمپیوټري او ډیجیټلي مهارتونو له روزنیز مرکز څخه ۷۶ تنه فارغ شول

د دغه روزنیز پروګرام موخه د ځوانانو، دولتي کارکوونکو او محصلینو د کمپیوټري او ډیجیټلي...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۵۶
Background image

غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

دغه مخابراتي سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي تنظیم ادارې اترا د ټي دي اف یوولسمې پروژې...

بېرته خبرونه ته