د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د حقوقي چارو ریاست نوی رییس او آمر د وزارت کارکوونکو ته وروپیژندل شول

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۰ - ۱۵:۳۷
معرفی رئیس امور حقوقی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم د منظورۍ له مخې ښاغلی مفتي نورالله ربیعه چې په فقه او قانون کې تخصص او لوړې زده کړې لري د حقوقي چارو ریاست د رییس او ښاغلی نورالله حبیب یار د حقوقي ریاست د آمر په توګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د وزارت کارکوونکو ته معرفي او په دندو وګمارل شول.

دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د مبارکۍ تر څنګ یاد کسان د علمیت او استعداد له مخې وړ او مناسب وبلل او دوی ته یې په خپلو چارو کې د توفیق غوښتنه وکړه او همدا راز ټینګار یې وکړ چې ورسپارل شوې دندې باید په پوره اخلاص او صداقت سر ته ورسوي .

د ښاغلي وزیر صاحب په وینا چارې هغه وخت ګړندۍ پر مخ ځي کله چې اخلاص، صداقت او د مشرانو اطاعت موجود وي او مونږ ټول مکلف یو چې د خپلو دندو په سرته رسولو کې له اخلاص او صداقت ګټه واخلو او د مشرانو اطاعت وکړو.

ورته مهال د حقوقي چارو ریاست نوي ګمارل شوي رییس ښاغلي مفتي نورالله ربیعه او د یاد ریاست آمر ښاغلي نورالله حبیب یار د وزارت له مشرتابه مننه وکړه چې دوی یې د یادو بستونو لپاره مناسب ګڼلي او اعتماد یې پرې کړی او ډاډ یې څرګند کړ چې ورسپارل شوی مسؤلیت به پوره اخلاص او صداقت سر ته رسوي.

رئیس امور حقوقی وزارت مخابرات

آمر امور حقوقی

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۳۸
Background image

بادغیس ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د قادس ولسوالۍ برګل سیمه کې د مخابراتو وزارت اترا ادارې د واحدې منبع له لارې جوړ او ګټې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۲۰
Background image

په خوست ولایت کې د کمپیوټري او ډیجیټلي مهارتونو له روزنیز مرکز څخه ۷۶ تنه فارغ شول

د دغه روزنیز پروګرام موخه د ځوانانو، دولتي کارکوونکو او محصلینو د کمپیوټري او ډیجیټلي...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۵۶
Background image

غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

دغه مخابراتي سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي تنظیم ادارې اترا د ټي دي اف یوولسمې پروژې...

بېرته خبرونه ته