د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبري پلاوي غونډه ترسره شوه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۵:۴۹
جلسه هیئت رهبری

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبري پلاوي مجلس د یاد وزارت د سرپرست وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ ترسره شوه او د اجنډا مطابق په موضوعاتو بحث وشو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبري پلاوي غونډه کې د بیلابیلو ریاستونو له کړنو ارزونه وشوه او ګزارشونه یې واورېدل شول او همداراز ټینګار وشو چې ټول ریاستونه باید خپلې چارې ګړندۍ او د پلان له مخې سر ته ورسوي او همدا راز ټینګار وشو چې اړونده ریاستونه باید د خپلو چارو پر مخ بیولو وخت کې پراخه همغږي ولري.

یادې غونډه کې په هېواد کې د پوسټي خدمتونو د شرکتونو اړوند راپور چې د پوسټي خدمتونو د تنظیم ادارې (اپرا) ریاست له محترم رییس او اړوندې کمېټې څخه واورېدل شو، دوی ته دنده سپارل شوې وه څو هېواد کې پوسټي مارکېټ تحلیل او د شته پوسټي شرکتونو ارزونه هم وکړي او همدا راز یاده کمېټه باید د بازار مطابق نويو جواز غوښتونکو پوستي شرکتونوته چې شرایط یې پوره کړي وي د جواز اسانتیاوې برابرې کړي.

همداراز په یاده غونډه کې د پوستي خدمتونو د تنظیم ادارې (اپرا)  او د پوستي مارکیټ دتحلیل او څارنې کمېټې د راپور د ارزونې پر بنسټ ، د پوستي خدمتونو د شرکتونو له ناخالصو عوایدو څخه ۱۱ سلنه د پوستي خدمتونو کلنی فیس د ترلاسه کولو وړاندیز تائید شو، اود آپرا ریاست ته  دنده وسپارل شوه چې د پورتنۍ موضوع په اړه دافغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا محترم لوړ مقام ته د منظوری وړاندیز ترتیب او وړاندې کړي

د اپرا ریاست د راپور په اساس هېواد کې ټولټال تر دې دمه ۱۱ پوسټي شرکتونه فعالیت لري چې ۷ شرکتونو خپل جوازونه تمدید کړي او ۴ نورو شرکتونو د تمدید چارې روانې دي همدا راز د پوسټي خدمتونو د تنظیم ادارې (اپرا)د معلوماتو له مخې او هېواد کې د پوسټي مارکېټ د غوښتنې په اساس ځینو نویو هغو پوسټي شرکتونو ته به هم پوسټي جوازونه ورکړل شي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اپرا ریاست شرایط یې پوره کړي وي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۳۸
Background image

بادغیس ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د قادس ولسوالۍ برګل سیمه کې د مخابراتو وزارت اترا ادارې د واحدې منبع له لارې جوړ او ګټې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۲۰
Background image

په خوست ولایت کې د کمپیوټري او ډیجیټلي مهارتونو له روزنیز مرکز څخه ۷۶ تنه فارغ شول

د دغه روزنیز پروګرام موخه د ځوانانو، دولتي کارکوونکو او محصلینو د کمپیوټري او ډیجیټلي...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۵۶
Background image

غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

دغه مخابراتي سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي تنظیم ادارې اترا د ټي دي اف یوولسمې پروژې...

بېرته خبرونه ته