د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کارمندانو ته د وړتیا لوړونې یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۱۲
ورکشاپ ارتقای ظرفیت

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست د دغه وزارت د آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په هدف د پلان جوړونې او راپور ورکولو تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ کړ.

په یاد ورکشاپ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (آترا)۴۰ تنو اجرایوي رئیسانو او لویو مدیرانو برخه اخیستې وه.

په دغه ښوونیز پروګرام کې د پلان جوړونې نوی چوکاټ ، د راپور ورکولو او د پلانونو د ترتیب او جوړولو طریقه، د وزارت د پراختیایي پلانونو په اړه د راپورونو چمتو کولو او د پراختیایي پروژو د پرمختګ سلنې په اړه اړین معلومات او لارښوونې وړاندې شوې.

د یاد ورکشاپ په پای کې مسؤلینو د ګډونوالو پوښتنو ته لازم او قناعت وړ ځوابونه ورکړل.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۳۸
Background image

بادغیس ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د قادس ولسوالۍ برګل سیمه کې د مخابراتو وزارت اترا ادارې د واحدې منبع له لارې جوړ او ګټې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۲۰
Background image

په خوست ولایت کې د کمپیوټري او ډیجیټلي مهارتونو له روزنیز مرکز څخه ۷۶ تنه فارغ شول

د دغه روزنیز پروګرام موخه د ځوانانو، دولتي کارکوونکو او محصلینو د کمپیوټري او ډیجیټلي...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۵۶
Background image

غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

دغه مخابراتي سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي تنظیم ادارې اترا د ټي دي اف یوولسمې پروژې...

بېرته خبرونه ته