هېواد کې د ټولو دولتي وزارتونو او ادارو د سیسټمونو د اړتیا پیژندلو لړۍ پیل شوه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ - ۱۴:۴۳
سیستم سازی وزارت مخابرات

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې پرېکړې په اساس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هېواد کې د سیسټمونو د انسجام په موخه د ټولو دولتي ادارو او وزارتونو د سیسټمونو ارزونه پیل کړې.

د دغې ارزونې له مخې به د ټولو وزارتونو او ادارو سیسټمونه وکتل شي چې دوی په کومه اندازه فعال سیسټمونه لري، د هغو سیسټمونو مقدار به هم معلوم شي چې موجود دي او ګټه ورڅخه نه اخیستل کېږي او همدارنګه هغه سیسټمونه چې د یادې ادارې یا وزارت خونې اړتیا ده هم ارزول کېږي.

د یادې ارزونې له مخې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅه کوي څو په هېواد کې د سیسټمونو انسجام رامنځ ته کړي او وکولای شي دغه برخه په سم ډول مدیریت کړي، له دې سره به وکولای شو د سیسټمونو د حفظ او مراقبت، همدا راز وخت پر وخت یادو سیسټمونو کې تغیر راوستل او تر ټولو مهمه یې دا چې اداراتو او وزارت خونو کې د بشري نیرو ادلون بدلون  سره به هم یاد سیسټمونه فعال او ګټه به ترې اخیستل کېږي.

اوسني دور کې د ټکنالوجۍ اهمیت ته په کتو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅه کوي هېواد کې د ادارو او وزارت خونو د چارو د  آسانتیاو په موخه د سیسټمونو د جوړولو په اساس آسانتیاوې رامنځ ته کړي او له دې ګټورې ټکنالوجۍ په موثر او مثبت ډول ګټه پورته شي.

تر دې دمه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ګڼو دولتي ادارو او وزارت خونو ته ۲۳ مختلف سیسټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته یې سپارلي او همدا راز ۲۹ نور سیسټمونه تر کار لاندې دي چې لنډ وخت کې به یې چارې تکمیل او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۳۸
Background image

بادغیس ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د قادس ولسوالۍ برګل سیمه کې د مخابراتو وزارت اترا ادارې د واحدې منبع له لارې جوړ او ګټې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۲۰
Background image

په خوست ولایت کې د کمپیوټري او ډیجیټلي مهارتونو له روزنیز مرکز څخه ۷۶ تنه فارغ شول

د دغه روزنیز پروګرام موخه د ځوانانو، دولتي کارکوونکو او محصلینو د کمپیوټري او ډیجیټلي...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۵۶
Background image

غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

دغه مخابراتي سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي تنظیم ادارې اترا د ټي دي اف یوولسمې پروژې...

بېرته خبرونه ته