د هیواد په لویدیځ زون کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د نوري فایبر د پالیسۍ تطبیق

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱ - ۹:۵۳
فایبر نوری در هرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د محترم مقام د لارښوونې پر بنسټ، د هېواد په لویدیځ زون کې د نوري فایبر د پالیسۍ د تطبیق په اړه د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، د لویدیځ زون د اترا ادارې او په دغه ولایت کې د مخابراتي انټرنټي شرکتونو د استازو په ګډون غونډه جوړه شوه.

په دې غونډې کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د نوري فایبر د پالیسۍ د اهمیت او ارزښت په اړه پوره معلومات وړاندې شول او د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له ریاست سره په همغږۍ د هغې په بشپړ تطبیق او کارولو باندې ټینګار وشو.

همدا راز د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو د شرکتونو استازو ژمنه وکړه چې د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له رياست سره په همغږي د مخابراتو وزارت د نوري فایبر پاليسۍ او اصولو له مخې اجراات تر سره کوي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۳۸
Background image

بادغیس ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د قادس ولسوالۍ برګل سیمه کې د مخابراتو وزارت اترا ادارې د واحدې منبع له لارې جوړ او ګټې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۲۰
Background image

په خوست ولایت کې د کمپیوټري او ډیجیټلي مهارتونو له روزنیز مرکز څخه ۷۶ تنه فارغ شول

د دغه روزنیز پروګرام موخه د ځوانانو، دولتي کارکوونکو او محصلینو د کمپیوټري او ډیجیټلي...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۵۶
Background image

غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

دغه مخابراتي سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي تنظیم ادارې اترا د ټي دي اف یوولسمې پروژې...

بېرته خبرونه ته