د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست د MTN شرکت له چارواکو سره وکتل

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۰ - ۱۳:۳۵
MTN

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست ښاغلي الحاج مولوی نجیب الله حقانی د MTN شرکت له رئیس ښاغلي عباد رضا او د موسسه‌یی خدمتونو رئیس ښاغلي هدایت الله زاهد سره ولیدل او یادونه یی وکړه چې د دې غونډې موضوع په M1 کمپنۍ باندې د MTN شرکت د مسوولانه پلور په اړه مخامخ خبرې اترې وې.

پیل کې د MTN شرکت مسوولینو M1 کمپنۍ ته د MTN د ونډو د مسؤولانه لیږد په اړه ډاډ ورکړ او د اسلامي امارت د رییس الوزرا په حضور کې یې د دا ډول غونډې د ترسره کولو غوښتنه وکړه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حقاني لومړی د هیواد په اقتصادي، ټولنیزو او اداري برخو کې د مثبتو پرمختګونو او د عوایدو د ګراف د لوړوالي په اړه خبرې وکړې او د هیواد اوسني شرایط یې د پانګونې لپاره غوره او مناسب وګڼل.

د مخابراتو وزارت سرپرست د اینټرنټ فریکونسۍ او سپیکټرم د ستونزو په حل کې د همکاریو ژمنه وکړه او یو ځل بیا یې د هېواد له اصولو او نړیوالو معیارونو سره سم M1 ته د MTN شرکت پر مسؤلانه انتقال ټینګار وکړ.

د یادولو وړ ده چې دا غونډه د تیرې غونډې د پریکړې پر بنسټ چې د ۱۴۴۴ کال د شعبان میاشتې په ۲۲ مه نیټه په آنلاین توګه جوړه شوې وه په حضوري ډول تر سره شوه.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۳۸
Background image

بادغیس ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د قادس ولسوالۍ برګل سیمه کې د مخابراتو وزارت اترا ادارې د واحدې منبع له لارې جوړ او ګټې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۲۰
Background image

په خوست ولایت کې د کمپیوټري او ډیجیټلي مهارتونو له روزنیز مرکز څخه ۷۶ تنه فارغ شول

د دغه روزنیز پروګرام موخه د ځوانانو، دولتي کارکوونکو او محصلینو د کمپیوټري او ډیجیټلي...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۵۶
Background image

غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

دغه مخابراتي سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي تنظیم ادارې اترا د ټي دي اف یوولسمې پروژې...

بېرته خبرونه ته