کاپیسا ولایت کې د دولتي ادارو ۱۷ تنه دولتي کارکوونکي د کمپیوټري مهارتونو د زده کړې دورو کې شامل شول

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۱۶:۱۶
مخابرات ولایت کاپیسا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هڅو په پایله کې د دولتي ادارو د ډیجیټل جوړونې بهیر د ګړندیتوب لپاره، د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د بیلابیلو دولتي ادارو تخنیکي کارکوونکو ته د وړتیاوو د لوړولو په موخه په لمړي ځل د کمپیوټر، انترنیټ او اوټ لوک (Outlook) پروګرام لمړنیو پروګرامونو د شپږمیاشتنیو زده کړو کورس پیل کړ.

د زده کړې په دا پروګرام کې هغه ۱۷ تنه دولتي کارکوونکي چې د اړوند ادارو له لوري دې پروګرام ته ورپیژندل شوي دي د کمپیوټري شبکو پیژندنې، د کمپیوټر لمړني پروګرامونو او اوټ لوک (Outlook) پروګرام په برخو کې به د عملي او نظري زده کړې څخه برخمن شي.

هیله ده چې نوموړي کارکوونکي به د دې زدوکړې پروګرام وروسته د کمپیوټر مهارتونو او سیستمونو سره بلدتیا ومومي او د غیر اغیزمن (پخوانی) سیستم به په پرمختللي او ډیجیټلي سیستم باندې بدل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته