د دولتي ادارو د ډیجیټل جوړونې پروسې د تعقیب کمسیون غونډه جوړه شوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۰ - ۹:۴۲
جلسه دیجیتال سازی ادارات دولتی

دا ناسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومې خاوري، د جمهوري ریاست د چارو ادارې د پانګونې د آسانتیا واحد رئیس عطا الله نصیب، د مرکزي احصایې، اترا، ملي راډیو تلویزیون، د ملکي هوایي چلند ادارو او په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفیر په ګدون جوړه شوې وه او پکې د نړیوالو معیارونو او تجربو څخه د ګټې اخیستې په خاطر د ولسمشر د فرمان د تعقیب په اړه خبرې وشوې.

د غونډې په پیل کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې د پانګونې د آسانتیا واحد رئیس عطا الله نصیب د دولتي ادارو د ډیجیټلي کولو او په دغه برخه کې د نړیوالو تجربو څخه د ګټې اخیستیې په منظور د ولسمشر د فرمان او نظر په اړه خبرې وکړې.

عطاالله نصیب

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومې خاوري د جلالتماب ولسمشر لارښوونې او په هیواد کې د موجوده سیسټمونو په څواکمنو او کمزورو ټکو خپل لیدلوری مطرح او په دې برخه کې د اړونده ادارو ترمنځ د لاهمغږۍ او په ګدې همکارۍ ټینګار وکړ.

د غونډې پای کې پریکړه وشوه چې د کمیسیون غړي د دهغو بنسټونو سره چې په دې برخه کې بریالۍ تجربې لري خپلې همکارۍ دې چټکې کړي او د اطلاعاتو د ثبت ملي مرکز جوړولو لپاره دې لازم شرایط برابر کړي او همدارنګه د هیواد د موجوده سیسټمونو اوسنی وضعیت تعریف او د ولسمشر سره دې شریک کړل شي.

عطاالله نصیب رییس واحد تسهیل سرمایه گذاری اداره امور

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۳۸
Background image

بادغیس ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د قادس ولسوالۍ برګل سیمه کې د مخابراتو وزارت اترا ادارې د واحدې منبع له لارې جوړ او ګټې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۲۰
Background image

په خوست ولایت کې د کمپیوټري او ډیجیټلي مهارتونو له روزنیز مرکز څخه ۷۶ تنه فارغ شول

د دغه روزنیز پروګرام موخه د ځوانانو، دولتي کارکوونکو او محصلینو د کمپیوټري او ډیجیټلي...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۵۶
Background image

غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

دغه مخابراتي سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي تنظیم ادارې اترا د ټي دي اف یوولسمې پروژې...

بېرته خبرونه ته