د نوري فایبر غزولو او مواصلاتي زیربناو پرساتنې ټینګار، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، ټولګټو وزارتونو او اترا ادارې د مشرتابه غونډه

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۲ - ۱۳:۱۹
نشست سه جانبه مخابرات، فواید عامه و اترا ۱۱ ثور ۱۴۰۰

دا ناسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومې خاوري، د ټولګټو وزیر نجیب الله یمین، د دغه وزارت د ساتنې او پاملرنې مرستیال پاینده انوري او د اترا ادارې رئیس عمر منصور انصاري په حضور جوړه شوې وه او د درې واړو ادارو مشرانو په اړوندو مسایلو، د هیواد د ترانسپورتي زیربناو او د لویو لارو په کارولو سره د نوري فایبرد لاین غزولو څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.

د مخابراتو وزیرې د نوري فایبر شبکې سره د ۲۵ ولایتونو د اتصال او د پاتې ولایتونو نښلولو ته په اشارې، د اړوندو ادارو ترمنځ د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ټولګټو وزارت وزیر نجیب الله یمین په دې برخه کې د لازمې همکارۍ په څرګندولو سره ټینګار وکړ چې دې هدف ته د رسیدو په خوا کې، باید د سړکونو او لویو لارو چې ملي شتمني ده د ساتنې په اړه لازم معیارونه په پام کې ونیول شي.

د دې پروسې د اړوند چارو د ښه تنظیم او د هرې ادارې دندو او مسؤلیتونو مشخص کولو لپاره، دا درې ادارې به یو هوکړه لیک هم لاسلیک کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته