د معلوماتي ټولنې د نړیواله ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزیرې ګډون

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۰ - ۸:۲۷
اجلاس جهانی جامعه معلوماتی

د معلوماتي ټولنې نړیواله غونډه WSIS) فورم 2021) د نړیوالې مخابراتي اتحادیې عمومي منشي هولین ژاؤ، د WSIS 2021 ټولنې رییس ښاغلي میکسم پرشین، د ITU د مخابراتو پراختیایي ادارې مرستیال ښاغلي سټیفن براو په حضور چې په مجازي ډول جوړه شوې وه د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومې خاوري سربیره، د زیمبابوې، کمبودیا، روسیې، هند، ترکمنستان او ایران په شمول د بیلابیلو هیوادونو د مخابراتي سکتور (ICT) مشرتابه هم برخه اخیستې وه.

د دې غونډې موخه ډیجیټل بدلون کې د هغو ننګونو چې د انټرنټ کاروونکو د اړتیاوو او ډیریدونکي شمیر له امله انټرنټ ته لاسرسی محدودوي له منځه وړو لپاره د پالیسۍ تنظیمول و.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومې خاوري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور ننګونو ته په اشارې سره زیاته کړه چې په ملي او سیمه ییزه کچه د افغانستان وصلولو، د ډیجیټل مهارتونو د کموالی له منځه وړلو، او همدارنګه د زیربناوو پراختیا لپاره پروګرام تر لاس لاندې لري تر څو هغه ولایتونه چې تر دې دمه د نوري فایبر سره ندي تړل شوي و نښلول شي او پدې توګه په سیمه اییزه کچه هم وصل شو.

آغلې خاوري همدارز د ICT سکتور کې د ډیجیټل سواد زده‌کړو او د وړتیاوو لوړولو په موخه د ورکشاپونو په لاره اچولو یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې وزارت په پام کې لري چې ډیجیټل مهارتونه د ښوونځیو او پوهنتونونو په نصاب کې شامل کړي ترڅو د ډیجیټلی درز څخه په پوهاوي، د حل لارو چارو او لارښود چمتو کولو سره دیجیټلي درزونه راکم او هیوادوالو لپاره غوره ډیجیټلي فرصتونه رامنځته کړو.

آغلې خاوري د ډیجیټلي بدلون د ننګونو کمول یې دموکراسۍ، دوامداره پرمختګ، کافي سواد، اقتصادي ودې او ټولنیزې سوکالۍ لپاره په ځانګړي توګه په افغانستان کې اړین وبلل. هغې څرګنده کړه چې په ټول هیواد کې د انټرنټ سره د حکومتي ادارو، روغتونونو او تحصیلي بنسټونو نښلول د دې وزارت له لومړیتوبونو څخه دی.

اجلاس جهانی جامعه معلوماتی

په پای کې د WSIS غړو ژمنه وکړه چې ډیجیټلي بدلون ټولو په ځانګړي ډول هغو کسانو لپاره چې پدې برخه کې د ګوښه کیدو خطر سره مخ دي په یو مثبت فرصت بدل کړي ترڅو د ډیجیټل کیدو انقلاب ګټې یوازې د پرمختللي او مخ پر ودې هیوادونو ترمنځ و نه ویشل شي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۱۴:۴۸
Background image

په نورستان ولایت کې د سلام مخابراتې شبکې د نوي سایټ سروې ترسره شوه

د سروې پر مهال د سایټ مناسب موقعیت، د مخابراتي او برېښنايي تجهیزاتو د نصب شرایط او د P2P لینک له لارې د انټرنېټ خدمتونو...

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۱۱:۴۰
Background image

هېواد په کچه د اسنادو او مکاتیبو د ډیجیټلي سیسټم د تطبیق ناسته وشوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر، ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي، په مشرۍ د هېواد په کچه د امارتي ادارو او وزارتونو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۳۳
Background image

غور ولایت کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د هیواد لیرې پرتو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو د پراختیا او برابرولو په موخه غور ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، د مخابراتواو...

بېرته خبرونه ته