د فاریاب ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ نوی رئیس په رسمي ډول کار پیل کړ

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱/۷ - ۱۷:۲۹
محمد یونس شفق

د فاریاب ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ نوي رئیس ښاغلي محمد یونس شفق د یوې غونډې په ترڅ کې چې د فاریاب ولایت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي اسلام الدین حاتمي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ پخوانی رئیس ښاغلي محمد حسن کهزاد او د ولایت چارواکو او مخورو په ګډون جوړه شوې وه معرفي شو.

په دې ناسته کې ښاغلي حاتمي د پخواني رئیس محمد حسن کهزاد هڅې وستایلې او نوي رئیس ته یې د دندو په ترسره کولو کې د بریا هیله وکړه او د دې ادارې په کار کې یې د لا همغږۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي شفق په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې خلکو ته به د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخو کې د ښو خدمتونو وړاندې کولو او د بریښنایي حکومتوالی ځواکمنولو لپاره په جدي ډول کار کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته