د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د کابینې چارو د انسجام ریاست د همغږۍ غونډه جوړه شوه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۷ - ۱۳:۱۴
جلسه هیئت هماهنگی میان وزارت مخابرات و ریاست انسجام امور کابینه‌ی ریاست جمهوری

یاده ناسته پرون د سه شنبه په ورځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې آغلې معصومه خاوري، د کابینې د چارو د انسجام ‏رئیس ښاغلي وحید حلیم یار، ورسره مل پلاوی او کارپوهانو په حضور جوړه شوې وه‎.‎

پدې غونډه کې دواړو خواو د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کابینې د غونډو په میکانیزم ، د کابینې په اجنډا کې د شاملولو لپاره ‏د سندونو د لیږلو څرنګوالي او د کابینې د مصوباتو پلي کولو او راپور ورکولو پروسې ګړندي کولو لپاره د کابینې د مصوباتو ‏تعقیب لارې چارې په هکله بحث او خبرې وکړې او پدې برخه کې د لا همغږۍ برابرولو باندې ټینګار وشو‎.‎

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې محترمه معصومه خاوري د جمهوري ریاست د کابینې د چارو انسجام ریاست اغیزمن ‏اقدام څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې د کابینې پریکړې په خپل وخت پلي کولو کې لازمه همکارۍ کوي.‏

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته