د ډیجیټلی تصدیقونو صادرولو ملي مرکز مقررې طرحې د غني سازی په موخه مشورتي ناسته وشوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۵ - ۹:۳۶
جلسه نظرخواهی

دا ناسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت حقوقي بورډ لخوا د وزارت د یو شمیرسلاکارانو او حقوقي کارپوهانو ، د آترا ‏ادارې د سټنډرډونو مسئول، حقوقي او جواز ورکولو رئیس، د ملي امنیت شورا د‎ ICT ‎رئیس، د معلوماتي سیسټمونو د امنیت ‏برخې د بیلابیلو څانګو چارواکو، د افغانستان د تصدیق ورکولو ملي مرکز رئیس او د عدلیې وزارت استازو په حضور د ‏مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه‎. ‎

دا ناسته د افغانستان د ډیجیټل تصدیقونو ورکولو د ملي مرکز د مقرري د طرحې بډاینې په موخه جوړه شوې وه‎.‎

د غونډې په پیل کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت حقوقي کارپوهانو د افغانستان د ډیجیټل تصدیقونو صادرولو د ‏ملي مرکز مسودې اهمیت او اړتیا په وضاحت سره تشریح کړه او بیا د اړوندو ادارو استازو د پورتني پلان د اصلاح او موثریت ‏په اړه خپل وړاندیزونه او نظریات وړاندې کړل‎.‎

د مقررې دا طرح به د قانوني پړاونو تیرولو په خاطر د عدلیې وزارت ته استول کیږي.‏

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته