په پروان ولایت کې د استاد عبدالله امیری او حضرت علي تجربوي لیسې او تخنیکي انستیتیوت له انټرنیټ سره ونښلول شول

naweed_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۳ - ۱۲:۲۹
وصل مکاتب به فایبر نوری

له انټرنیټ اسانتیاوو سره د ښوونځیو او انستیتیتونو د نښلولو په لړ کې، د‏ پروان ولایت په غوربند سیاګرد ولسوالۍ کی د ‏حضرت علي تجربوي ښوونځی او د پروان مرکز چاریکارو کې د استاد عبدالله ‏امیري تجربوي ښوونځی، د نوري فایبر له لاری ‏له انټرنیت شبکې سره ونښلول شول‎.‎

د پروان ولایت د ډیجیټلي همغږۍ ریاست مسؤلینو، له انټرنیټ سره د دغه ولایت ښوونیو او انستیتیوتونو نښلول د پروان ولایت ‏ډیجیټلي همغږۍ او ښوونېز پرمختګ په برخو کې ستر ګام یاد کړ.‏

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د نوموړي ولایت د زراعت انستیتیوت او عالي دارالمعلمین د نوري فایبر له لارې له انټرنیټ ‏شبکې ‏سره نښلول شوي ول او د دې ښوونیزو مرکزونو زده کوونکو او ښوونکو ته یې زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړې وې.‏

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته