د ZTE شرکت مسؤلینو د اغلې معصومه خاوري سره د دوه اړخیزو همکاریو په خاطر لیدنه او خبرې وکړې

naweed_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۳ - ۹:۴۶
MCIT Minister meet with ZTE Director

د ZTE شرکت مسؤلینو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرستې او نوماندې وزیرې اغلې معصومه خاوري سره د پیژندګلوی لیدنه وکړه. په دغه کتنه کې د یاد شرکت مسؤلینو آغلې خاوري ته د نوې دندې په مناسبت د مبارکۍ ویلو تر څنګ، د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو د بهبود لپاره د دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا خبرې وکړې.

د ZTE چیني شرکت د هغو همکارو شرکتونو څخه یو دی، چې د څو کالونو په لړ کې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت سره په تخنیکي او مخابراتي برخو کې مرسته کړیده.

په دې لیدنه کې د نوموړي شرکت مسؤلینو خپلو پخوانیو همکاریو ته په اشارې، د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت سره د 4 G خدمتونو په برخه کې د خپلو مرستو او همکاريو په پار لیوالتیا څرګنده کړه. اغلي معصومه خاوري د ZTE مخابراتي شرکت له همکاریو څخه مننه او خوښي څرګنده کړه او دوی ته یې د دولت په چوکاټ کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړو.

نوموړې یادونه وکړه چې د کرونا ناروغیو را وروسته په دې بحراني حالت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه د 4G انټرنټي باکیفیته او چټکو خدمتونو په وړاندې کولو ژمنه ده.

په پای کې توافق وشو چې د دوه اړخیزو همکاریو لپاره به دواړه خواوې نورې ناستې او لیدنې هم ترسره کړي ترڅو یاد کارونه په منظم او ښه ډول سره په مخ لاړ شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته