د زابل والي په دغه ولایت کې د مخابراتي خدمتونو د ښه والي په خاطر د ښاغلی محمد فهیم هاشمي سره وکتل

naweed_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۲ - ۱۳:۵۳
دیدار والی ولایت زابل با وزیر مخابرات

د معلوماتي ټکنالوجۍ، مخابراتو او ساینس وزارت سرپرست ښاغلي محمد فهیم هاشمي نن چهارشنبه د زمري میاشتې ۲۲ نیټه د زابل ولایت والي تورن جنرال محمد نبی احمدزی، ولایتي شورا رئیس حاجي عطا محمد او ملګري پلاوي سره ولیدل. په دغه کتنه کې دواړو خواوو په زابل ولایت کې د مخابراتي او انټرنتي خدمتونو حالت او ستونزو په اړه خبرې وکړې.

د زابل ولایت ښاغلي والي لومړی په دغه ولایت کې د روانو حالاتو او یو لړ ننګونو په اړه معلومات ورکړل او د یو شمیر اړتیاوو په یادولو سره، د مخابراتي ستونزو د حل لپاره زابل ولایت د خلکو غوښتنې وړاندې کړې او همداراز د اړوندو چارواکو د پاملرنې غوښتنه وکړه.

نوموړي په دغه ولایت کې د با کیفیته خدمتونو په وړاندې کولو کې د مخابراتي شبکو د لا همغږي کولو غوښتنه هم وکړه. په پای کې، د مخابراتو وزارت رهبري او اړوند چارواکو ژمنه وکړه چې د وزارت د دندو او صلاحیتونو په چوکاټ کې به د ستونزو د حل لپاره لازم اقدام وکړي. د قانون له مخې، د مخابراتو سکتور پورې اړوند خدمتونه او د چارو تنظیمول د اترا ادارې یوځانګړی او قانوني دنده ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته