د کرونا بیماری په اړه پوهاوي خود کار پروګرام پرانیسته

naweed_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۵/۵ - ۱۸:۰
وزارت صحت عامه

د کرونا بیماری د پوهاي اتوماټیک پروګرام د معلوماتي ټکنالوجۍ، مخابراتو او ساینس او عامې روغتیا وزارتونو د وزیرانو او رئیسانو په ګډون پرانیستل شو.

د معلوماتي ټکنالوجۍ، مخابراتو او ساینس وزارت د عامې روغتیا وزارت په همغږی او فیسبوک شرکت تخنیکي مرستو او ابتکار سره د دغې بیماری د خپریدو مخنیوی لپاره د اتوماتیک پوهاوي پروګرام ترلاس لاندې نیول شوی دی.

په دغه ناسته کې د مخابراتو وزیر ښاغلي محمد فهیم هاشمي په خپلو خبرو کې وویل: چې دغه پروګرام د کرونا په اړه د هیوادوالو وخت په وخت پوهاوي او ژوند ساتلو لپاره ډیر آغیزمن او مهم دی. ښاغلي هاشمي په ټولنو کې  پرمختګ او سوکالي لپاره د معلوماتي ټکنالوجۍ مهم رول ته په اشارې سره د لا ډیرو دغسې پروګرامونو یادونه وکړه. 

د فیسبوک دغه پروګرام تر اوسمهاله د نړۍ په ۲۰ هیوادونو کې فعالیت لري او د ویاړ ځای دی چې افغانستان هم په دغه پروګرام کې د پیش قدمو هیوادونو په کتار قرار لري.

دا پروګرام د بیماری د نښو، روغتیایي توصیو او مبتلا شویو کسانو د شمیر احصایو متداولو پوښتنو ته په څلورو (پښتو، دري، ازبکي او انګریزي) ژبو معلومات وړاندې کوي.

تر اوسمهاله په افغانستان کې د فیسبوک پیغام رسونې ګډونوال او کارونکې ۳ ملیونو ته رسیږي، له دې امله دا د پیغام رسونې لپاره مهمه کړکۍ ده.

به دې اړه تاسو کولای شئ د عامې روغتیا وزارت د فیسبوک رسمي پاڼې مسنجر ته مراجعه وکړئ. https://www.facebook.com/af.moph/

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته