ولسمشرغني: زمونږ اقتصاد باید دیجیټلي شي

Author image
enayat_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱ - ۱۲:۹
 President Mohammad Ashraf Ghani: Our economy needs to be digitized



د هیواد ولسمشر شنبه ماښام، د ۱۳۹۸ کال لېندۍ میاشتې دېرشمه نېټه د هېواد ټکنالوژۍ پنځلسم کنفرانس له ګډونوالو سره ولیدل.
ولسمشر غني په غونډه کې کې ګډونوالو ته، د راتلونکې کال ملي بودیجه کې معلوماتي ټکنالوژۍ ته د یوه ملي پروګرام پر جوړېدو د ټینګار تر څنګ زیاته کړه: «مونږ د هیواد اوبو مهارولو ته یوه رڼه تګلاره لرو، چې باید په ډیجیټلي ډول مدیریت شي»
وروسته په غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي، د ټکنالوژۍ پالیسي په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «د ولسمشر د لارښوونو پر اساس مو بېلابېلې نمونې مطالعه کړي دي او مونږ هڅه کوو د ټکنالوژۍ پرمټ د ژوند په ټولو اړخونو کې بدلون راولو.»
نوموړي زیاته کړه، تر ټولو مهمه موضوع چې باید کار پرې وشي ډیجیټلي اقتصاد دی، مونږ باید له خپلو مالوماتو ګټه واخلو او د معلوماتو له ارزښته بې برخې پاتې نشو.

وزیر

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته