په افغانستان کې د مخابراتي خدماتو کيفيت د ښه کېدو په موخه د اتصالات مخابراتي شرکت د نوي اجرائيه رئیس معرفي کېدل

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۴ - ۱۹:۱۴
معرفی رییس اجرائيوي جدید اتصالات برای بهبود کیفیت خدمات مخابراتی و انترنتی در افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهيم هاشمي نن د اتصالات عمومي رئيس محترم محمد يوسف السعید او د افغانستان لپاره نوي اجرائيوي رئیس محترم Matthew Willsher سره د لیدنې تر څنګ د خدماتو د بهبود، د انټرنټي خدماتو د نرخونو کمېدلو او همدا راز د مخابراتي خدماتو د لس سلنه محصول ټولنې په برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه چې وزارت د لس سلنه مخابراتي خدماتو محصول ټولنې روڼتيا او په کمه بیه د غوره خدماتو وړاندې کولو ته ژمن دی او په دې برخه کې د مخابراتي شرکتونو همکاري هم غواړي.

د اتصالات مخابراتي شرکت مسؤولينو د روڼتيا او مخابراتي او انټرنيټي خدماتو د بهبود په اړه ژمنه وکړه او زیاته يې کړه چې په دې برخه کې به خپله همکاري دریغ نه کړي. 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته