امیدواری برای بهبود کیفیت و خدمات مخابراتی و انترنتید مخابراتي او انټرنټي خدماتو د کيفيت او خدماتو ښه کېدو لپاره هیله مندي

Author image
Alireza Khaliqyar
یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۱۲ - ۱۴:۲
امیدواری برای بهبود کیفیت و خدمات مخابراتی و انترنتی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهيم هاشمي نن د افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت د فعالیتونو او کارونو څخه لیدنه وکړه او ددغه شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو راپور يې واورېد.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست د افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت د راپور اورېدلو وروسته د شرکت د مدرن سازۍ، غوره او رڼو خدماتو وړاندې کولو او انټرنټي خدماتو د نرخونو کمېدو تر څنګ د غوره کېفيت په اړه اړوندو مسؤولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.

ښاغلي محمد فهيم هاشمي همدا راز زیاته کړه چې تخنيکي کارکوونکي دې، پیرودونکو ته د قيمتونو د کمښت تنظیم او کيفيت ساتلو په اړه جدي کا روکړي او هر څومره ژر چې کېدلی شي، د تخفیف لپاره دې زمينه برابره کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر همدا راز د سلام مخابراتي شرکت، نوري فایبر او افغان سټ د تخنيکي څانګو څخه د لیدنې تر څنګ، د سيمه ييز اتصال، د افغانستان له لارې د انټرنټ ډېټا د ټرانزيټ عوايدو زیاتېدو او افغانستان د انټرنټ د ټرانزيټ هب په توګه د جوړېدو په برخه کې اړوندو مسؤولين وته په ډاګه کړه چې وزارت په ډې برخه کې ژمن دی او هر څومره ژر چې ممکن وي، دا پروګرام به عملي شي. 
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته