د انلاین پاسپورټ سیستم پرانیستل شو

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۲/۲۱ - ۱۴:۴۳
افتتاح سیستم انلاین اخذ پاسپورت

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي، د کورنيو چارو سرپرست وزیر محترم مسعود اندرابي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه، د آسان خدمت ادارې او پاسپورټ رياست منسوبينو په حضور کې د انلاين پاسپورټ سيسټم پرانېسته وکړه.

محترم شهزاد آريوبي د پرانېستې په مراسمو کې وویل چې د انلاین پاسپورټ سیستم په جوړیدو کې د چارو ادارې، د کورنيو چارو وزارت او نړيوالو تجربو څخه ګټه اخیستل شوې او په پلي کیدو سره به يې د پاسپورټ په اخيستلو کې د هېوادوالو لپاره ډيرې اسانتیاوې رامنځته شي.

ښاغلي اريوبي زیاته کړه چې ددغه سیستم جوړیدل افغان متحصصین او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کارکوونکي په خپل ځان باوري کوي او هڅوي يې چي دېته ورته نور نوښتونه هم رامنځته کړي.

دا مهال د انلاین پاسپورت سیستم د الکټرونيکي تذکرې له سیستم، د هېواد د هوايي ډګرونو او بندرونو سره وصل شوی او د ۳۴ ولایتونو سره يې د نښلېدو کار په چټکۍ سره روان دی.

دغه سیستم په ورځ کې د لس زرو پاسپورټونو د صادرولو او همدا رنګه هم مهاله د شپږ زره کارکوونکو د کارونې وړتیا لري.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ژمن دی چې عامه خدمات عصري او ډيجیټلي کړي، پروسې ساده او اسانې کړي او د فساد د مخنيوي لپاره زمينه سازي وکړي.
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته