د ملي تدارکاتو ادارې په نوښت د اړتیاوو موندنې په موخه روزنیز ورکشاپ جوړ شو

Author image
Alireza Khaliqyar
شنبه ۱۳۹۷/۱۰/۸ - ۱۱:۲۵
کارگاه اموزش در مورد تثبیت نیازمندی ها به ابتکار ادره تدارکات ملی به راه انداخته شد

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کارکونکو لپاره د ملي تدارکاتو ادارې د روزونکو له لوري د اړتیاو د موندلو په موخه یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو.

په دغه ورکشاپ کې د مخابراتو وزارت د بیلابیلو ریاستونو ۲۵ کارکوونکو ګډون کړی وو چې په ادارو کې د اړتیاو د تثبیت او همدارنګه د غوښتنو او اړتیاو په برخه کې زده کړه ورکړل شوه.

په یاد ورکشاپ په بیلابیلو موضاتو بحث او خبرې وشوې او ګډونوالو دې ته ځير شول چې د پوره دقت نه کار واخلي او هر هغه څه چې د اړتیاو د موندنې په برخه کې په کار راځي ګټه ترې واخلي.

د یادونې وړ ده چې په اداره کې د اړتیاو د تثبیت مراحل د اجناسو د پیریدلو مهمترینه مرحله ده چې په دې مرحله کې دقت ته زیاته اړتیا ده او په کار ده چې په بازار کې د امکانانو په نظر کې نیولو سره د اړتیاو د تثبیت بیلابیل عناصر لکه په بازارونو کې د جنس شتون، مشخصات او نور موضوعات په پام کې ونیول شي.

کله چې یوه اداره د اړتیاو د تثبیت په برخه کې پورته ټکي په پام کې ونه نیسي نو په حقيقت کې اقتصادي صدمه رامنځته کيږي؛ چې خوشبختانه د مخابراتو وزارت یو شمېر کارکوونکي له دغه مهارت څخه برخمن شو او غوښتنه يې دا وه چې په راتلوونکي کې هم دا ډول ورکشاپونه جوړ شي چې د کارکونکو ظرفیت ورسره لوړ شي او په کارونو کې چټکتیا او دقت رامنځته شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته