افغان ټېلېکام او سلام مخابراتي شبکه د پراختيا په حال کې

Author image
Alireza Khaliqyar
چهارشنبه ۱۳۹۷/۹/۲۱ - ۱۷:۲۵
افغان ټېلېکام او سلام مخابراتي شبکه د پراختيا په حال کې

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه، هېوادوالو ته د ښه خدماتو د وړاندې کولو لپاره تل د اړوندو مسؤولينو سره د هغوی د پلانونو او پروګرامونو په لازمې لارښوونې کوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن د ماليې وزارت د عوايدو معين عبدالله رقيبي، د مخابراتو وزارت مالي او اداري مرستيال ډاکټر محمد هادي هدايتي، د افغان ټېلېکام شرکت اجرائيوي رئیس اجمل عيان او ددغه شرکت اجرائيوي مسؤولينو په ګډون د افغان ټېلېکام د تېر يو کلن بهیر د لاسته راوړنو او فعالیتونه ارزونه وکړه.

افغان ټېلېکام د افغانستان د ملي او دولتي شرکت په توګه نه یواځې دا چې په تېر یو کال کې د جوتو اصلاحاتو شاهد وو، بلکې د عوايدو له پلوه يې هم د پام وړ پرمختګ کړی او په همدې موخه مو په راتلونکي کال کې، ددغه شرکت د پراختيا او خدماتو د کېفيت تر څنګ د انټرنېټ د بېو کمولو او د سلام شبکې د آنتنونو د زیاتېدو او پوښښ ساحې د پراختيا په اړه لازمې پرېکړې وکړې چې د نوي مالي کال د پېلېدو سره به د شرکت کارکوونکي هېوادوالو ته په کمه بیه د غوره خدماتو د وړاندې کولو لپاره پلانونه عملي کړي.

محترم آريوبي په دغه غونډه کې اړوندو مسؤولينو ته د هېواد په کچه د فعالیتونو د پراختيا، د انټرنېټ د بېو د کمښت او د نوري فايبر شبکې د توسعې په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته