په چين کې د انټرنېټ پنځم نړيوال کنفرانس کې وېنا

Author image
Alireza Khaliqyar
چهارشنبه ۱۳۹۷/۸/۱۶ - ۱۳:۳۸
45630239_1975920442705173_2997608034093498368_n

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي د یو لوپوړه دولتي پلاوي په مشرۍ د شانګهای ایالت (Wuzhen) کې د انټرنېټ پنځم نړيوال کنفرانس کې د ګډون تر څنګ خپله وېنا هم وړاندې کړه.

په دغه کنفرانس کې د ټولنيز اعتبار سيسټم جوړول، د انټرنېټ د راتلونکي په اړه وړاندويېنه، د انټرنېټ کارونې نوښت او خلاقيت، د ورېښمو ډيجيټلي لارې په جوړولو کې نړيوالې همکارۍ، د توکو د انټرنېټ ترويج (IoT)، د انټرنېټ پراختيا او اقتصادي ودې لپاره د پانګونو زمينه برابرول ددغه کنفرانس د بحث مهم موضوعات دي.

چې په لړ کې به يې د بېلابېلو هېوادونو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ لوړ پوړي چارواکي، د مخابراتو نړېوالې اتحاديې او اروپايي اتحاديې مسؤولين او د ټکنالوجۍ کارپوهان بېلابېلې ناستې هم ولري.

محترم شهزاد آريوبي د خپلې وېنا په ترڅ کې په افغانستان کې د انټرنېټ وضعيت، نوري فايبر شبکې، د افغانستان او چین تر منځ د نوري فايبر د نښلولو هوکړه لیک، اوپن اکسس پاليسۍ، په دغه برخه کې د پرمختګونو، د پانګونې د فرصتونو او د مخابراتو سکټور څخه د افغانستان د دولت د ملاتړ په مفصل معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته