په دوبۍ کې د ميشتو افغان سوداګرو سره, مخابراتو سکټور کې د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې

Author image
Alireza Khaliqyar
جمعه ۱۳۹۷/۸/۱۱ - ۸:۴۷
45167996_1973242212972996_2795283854334623744_n

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي، په دوبۍ کې د افغان جنرال کنسل محترم صمند افغان په نوښت جوړه شوې غونډه کې د افغان ملي سوداګرو سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

محترم شهزاد آريوبي په دغه غونډه کې د خپلو لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او د مخابراتو سکټور کې د پانګونې د زمينې په برخه کې يې د شته فرصتونو په اړه د هغوی پوښتنو ته د ځوابونو تر څنګ مفصل معلومات ورکړل.

محترم آريوبي همدا راز هغوی و هڅول چې د موجوده فرصتونو او د خصوصي سکټور څخه د دولت ملاتړ ته په پاملرنې سره، په خپل هېواد کې پانګونه وکړي چې هېواد مو د پرمختګ او ترقۍ په لور ولاړ شي.

په افغانستان کې نورو برخو سربېره د مخابراتو په سکټور کې د خصوصي سکټور د پانګوالو د جلب لپاره مناسب او ښه فرصت برابر شوی چې له هغې جملې د الکوزي شرکتونو ګروپ له خوا د وصل ټېلېکام شرکت اخیستنه او په دغه سکټور کې د درې سوه ميليونه ډالرو پانګونه يې د يوې بېلګې په توګه یادولی شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته