د چين سفیر سره د واخان دهليز او سيمه ييز اتصال د پراختيايي پروژو په اړه ليدنه

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۶/۲۷ - ۹:۴۹
Minister of Communications and Information Technology meets Ambassador of China

 

محترم آريوبي همدا راز د چين سفیر سره د واخان دهليز د مهمې او ملي پروژې د اهميت تر څنګ ددغه پروژې د عملي کېدو په برخه کې د چين پر رول او همکارۍ بحث وکړ او غوښتنه يې وکړه چې د ګډو همکاريو له لارې کولی شو، دغه پروژه د سيمې د یوې حياتي پروژې په توګه عملي کړو.

د نوري فايبر پراختيا، د يجيټل سېلک روټ، د پوسټ عصري سازي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کارکوونکو د ظرفيت لوړونه ددغه ناستې د بحث نور موضوعات وو.

د چين سفير همدا راز د افغان پست د موزيم او عصري سازۍ له چارو له نږدې ليدنه وکړه او غوښتنه يې وکړه چې په راتلونکي کال کې د چين او افغانستان د دوستۍ پست کارت هم چاپ او نشر شي.

چين د یو دوست او ګاونډي هېوادو په توګه تل هڅه کړې چې په افغانستان کې د پراختيا او په خاصه توګه د معلوماتي ټکنالوجۍ او سيمه ييز اتصال په برخه کې فعاله ونډه تر سره کړې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته