د مخابراتو او معلو معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د ORACLE نړېوالې کمپنۍ د حکومتي اړیکو له عمومي رییس سره ولیدل

mcitadmin
جمعه ۱۳۹۷/۲/۲۸ - ۵:۳
kkkkk

د مخابراتو او معلو معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد اریوبي د خپلو ملاقاتونو په دوام دا ځل د ORACLE نړېوالې کمپنۍ د حکومتي اړیکو عمومي رییس ښاغلي سټېرلینګ او و یې ویل چې د افغانستان د بریښنایي حکومتولۍ اوسنۍ کړنلاره دORACLE برنامو پر بنسټ مخ ته ځي. 
همداراز په ناسته کې یې د سافټویرونو په تخفیف او ارتقا، په ټول افغانستان کې د ORACLE لایسنسونو مرکزي کولو او د مخابراتو وزارت لخوا د هغوی مدیریت، افغان Cloud چې د افغانستان دولت یوه مجازي فضا دی او د ORACLE لخوا د معلوماتو په ساتنه، پراختیا، لایسنس او مجازي Cloud ته د ټولو دولتي معلوماتو انتقالولو د ملاتړ او همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

همدارنګه ښاغلي اریوبي وویل چې د افغانستان د هارډویرونو د کړنلارې چې د ORACLE د وسایلو په اساس جوړه شوې ده بحث وکړ او له دوی څخه مو غوښتنه وکړه چې په کم لګښت د هغوی د انتقال او ارتقا په برخه کې همکاري وکړي. 
ښاغلي اریوبي زیاته کړه په اخرکې مو له هغوی څخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي ټیم د زده کړې او ظرفیت لوړونې په اړه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه، تر څو د ORACLE تولیداتو، برنامو او تجهیزاتو څخه چې د افغانستان دولت ضرورت وي ترې رغنده ګټه پورته شي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته