د افغان ټلیکام شرکت د (DSL) او سلام شبکې انټرنیټي بستو بیې راټیټې شوې

mcitadmin
یکشنبه ۱۳۹۷/۱/۵ - ۵:۳
lll

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له ظرفیتونو څخه د اغیز لرونکي ګټې اخیستنې او د انټر نیټي بستو د قیمتونو راټیټولو په موخه د اقتصاد عالي شورا ته طرحه وړاندې کړه، چې د اقتصاد عالي شورا له تائید وروسته د انټرنیټي بستو په نرخونو کې د پام وړ بدلون راغی. 
دا دې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د سلام د 3G په انټر نیټي بستو کې ۱۰٪ سلنه ټیټوالی راغی چې د نورو مخابراتي شبکو په نسبت شل سلنه ټیټوالی ښیي. همدارنګه د افغان ټلیکام په سیم لرونکو (DSL) انټر نیټي بستو کې کابو ۳۷.۵۰٪ سلنه تخفیف رامنځ ته شو. دغه تخفیفونه د ۱۳۹۷ لمریز کال د وري د لومړی څخه د تطبیق وړدي. 
په عین حال کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هغو شرکتونو او انټرنیټي خدمتونو وړاندې کوونکو ته په مشروط ډول ۲۰٪ سلنه تخفیف په نظر کې نیولی چې نوموړی تخفیف مستقیما د یادو شرکتونو له خوا مشتریانو ته ورکړل شي. 
د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت په دې هڅه کې دی چې په تدریجي ډول د انټرنیټ قیمتونه راټیټ ، کیفیت بهتر او انټرنیټي پوښښ ته پراختیا ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته