د ګرځنده ټلیفون له لارې د معاشونو د ورکړې په موخه د افغان بیسیم او روشن مخابراتي شرکتونو سره قرار داد لاسلیک شو

mcitadmin
چهارشنبه ۱۳۹۶/۱۱/۴ - ۵:۳
asdf

د روان 1396 کال د سلواغې د میاشتې په 4 مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې په موخه له افغان بیسیم او روشن مخابراتي کمپنیو سره دوه قراردادونه لاسلیک کړل.

د نوموړو قراردادونو پر بنسټ به د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د پوهنې وزارت ۳۰۰۰۰ کارکوونکو ته په ننګرهار، پروان او فرا ه ولایتونو کې او همداراز، د روشن مخابراتي شرکت به د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزرات ۴۵۰۰ مامورینو ته په پلازمینې کابل کې او ۱۰۰۰ تنه نورو مامورینو ته په ننګرهار، بلخ، کندز، پکتیا، بدخشان، هرات او کندهار ولایتونو کې د موبایل له لارې معاشونه ورکوي. 
د موبایل له لارې د معاشونو ورکړه به له یوې خوا د معاشونو د اخیستو په شفافیت کې مرسته وکړي او له بل پلوه به مامورین پرته له کوم ځنډ په خپل وخت معاشات تر لاسه کوي او همدارنګه د امنیت په لحاظ به د دولت مامورینو ته خورا ګټوره تمامه شي. نوموړې لړۍ به لومړۍ په یادو ولایتونو کې پلې او وروسته به په تدریجي ډول د هېواد ټولو ولایتونو ته وغځېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته