د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوجي سرپرست وزير معرفي شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوجي نوی سرپرست وزير ښاغلی شهزاد اريوبي نن د ولسمشر د دوهم مرستيال جلالتمآب سرور دانش لخوا د وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

په دغو مراسمو کې د چارو د ادارې لوی رئيس ښاغلي داود نورزي، په مطبوعاتي چارو کې د ولسمشر سلاکار ډاکټر نبي مصداق، د مخابراتو پخوانی وزير ښاغلی اميرزی سنګين، د ننګرهار والي ګلاب منګل، د هلمند والي حيات الله حيات، د کار او ټولنيزو چارو پخوانۍ وزيرې اغلې نسرين اورياخېل، د ولسي جرګي وکيلانو او مشرانو جرګې استازو، د وزارت رهبري هئيت غړو، د مدني ټولنو او رسنيو استازو ګډون کړی و.
د غونډې په پيل کې تخنيکي معين سيد احمد شاه سادات ګډونوالو ته هرکلی ووايه او د وزارت د تېرو شپږو مياشتو په لاسته راوړنو يې رڼا واچوله. ورپسې د ولسمشر سلاکار ډاکټر نبي مصداق د سرپرست وزير د تقرر په اړه د ولسمشر حکم ولوست. د ولسمشر دوهم مرستيال جلالتمآب سرور دانش د اقتصادي رشد، اليکترونکي حکومتولۍ او پرمختګ لپاره مخابراتي شکتور اړين وباله او په دې اړه يې د حکومت تعهد څرګند کړ. نوي سرپرست وزير ښاغلي شهزاد اريوبي د وزارت په اوسني وضعيت، په خپلو راتلونکو پلانونو او د اصلاحاتو په راوستو کې د خپلې ژمنتيا څرګندونه وکړه.

 

 

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۱۴:۴۸
Background image

په نورستان ولایت کې د سلام مخابراتې شبکې د نوي سایټ سروې ترسره شوه

د سروې پر مهال د سایټ مناسب موقعیت، د مخابراتي او برېښنايي تجهیزاتو د نصب شرایط او د P2P لینک له لارې د انټرنېټ خدمتونو...

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۱۱:۴۰
Background image

هېواد په کچه د اسنادو او مکاتیبو د ډیجیټلي سیسټم د تطبیق ناسته وشوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر، ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي، په مشرۍ د هېواد په کچه د امارتي ادارو او وزارتونو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۳۳
Background image

غور ولایت کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د هیواد لیرې پرتو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو د پراختیا او برابرولو په موخه غور ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، د مخابراتواو...

بېرته خبرونه ته