دسلام شبکې فعالیتونه او ستونزې

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

  

ډېرو ګرانو هېوادوالو! ستاسو له علاقه مندۍ څخه مننه کوم چې د سلام شبکې د خدمتونو او ستونزو په هکله مو له ما سره خپل معلومات او انديښنې شریکې کړې.

غواړم د سلام شبکې په اړه لنډ معلومات وړاندې کړم!

 په دې کم وخت کې د سلام شبکې د GSM او  G3 خدمتونو مشتریان ۶۵۰،۰۰۰ شپږ لکه او پنځوس زره ته رسیدلي دي او ورځ تربلې یې شمیر زیاتیږي.

خو په دې برخه کې ستونزې هم موجودې دي: لکه څرنګه چې تاسو پوهیږی دغه شبکه نوې ده طبیعي ده ترڅو چې په پښو دریږي؛ لکه څرنګه چې  ځینو هېوادوالو په دې برخه کې اندیښنې درلودې د انټرنټ   د سرعت او د ټلیفون آنتن په برخه کې ستونزې موجودې دي.

 د دغه ستونزو د حل په موخه یوه میاشت مخکې د سلام شبکې د خدمتونو د لا پراختیا لپاره قرار داد شوی دی، اوس مهال د سلام شبکې ۳۹۱ مخابراتي آنتنونه فعال دي او په ۷۰۰ نورو کار روان دی همدارنګه د TDF صندوق په مرسته د هېواد لیرو پرتو محرومو سیمو ته ۱۴۵ په یوه پړاو کې او  ۱۸۸ مخابراتي آنتنونه په بل پړاو کې چې ټولټال ۱۴۲۴ کیږي، تر پلان لاندې دي.

  د یادو مخابراتي آنتونونو د نصف، فعالیدو او ۱۰۰ ملیون ډالرو نورې پانګونې په صورت کې به سلام مخابراتي شبکه د خدمتونو تر ټولو ښه پوښښ ولري اود خدمتونو کیفیت به یې په فوق العاده ډول ښه شي.

 

 

 

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته