د معلوماتی تکنالوجۍ په برخه کې د وړتیا لوړولو لمړنی ازموینه واخیستل شوه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

نن د شنبې ورڅ د ۱۳۹۱ کال د لیندی میاشتی ۲۵ نیټه د معلوماتی تکنالوجۍ په برخه کې د وړتیا لوړولو لمړنی ازموینه د رڼا تکنالوجۍ انټرپرایس ، کاردان او انفو تک  لوړو زده کړو خصوصی موسسوپه چوکاټ  د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجۍ وزارت د نظر لاندی کې واخیستل شوی.

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت د هوکړه لیک پر بنسټ به ۱۵۰۰ تنه پورته یادو شوو لوړو زده کړو موسسو کې وروزل شی او په نظر کې ده چې د هغو ۹۵۰ تنه ښڅینه او نارینه وو له جملې ځخه چې په ازموینه کې یی ګډون درلودل ۴۵۰ تنه لوړو زدکړې خصوصی موسسو کې د یوې درې میاشتینئ دورې لپاره جذب شی.

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت موخه د معلوماتی ټکنالوجۍ په برخه کې د خلکو او مینه والو د پوهې د کچې لوړول دی.

د یادولو وړ ده چې د وړتیا د لوړولو د زده کړې دغه پروژه د نړیوال بانک لخوا تمویلیږی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته