د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ډاډګیرنې پیغام

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبری هئیت او کارکوونکی هغه ترهگریز بریدونه چې د محرم الحرام د میاشتي په ۱۰مه نیټه د عاشورا  په ورځ په کابل ، مزارشریف او کندهار ښارونو کې ترسره کړل چې له امله یي زموږ یو شمیر بې ګناه هیوادوال شهیدان او ټپیان شول په کلکه غندی.

په افغانستان کې د تاریخ په اوږدو کې ټول قومونه او بیلا بیل مذهبونه د ورونو په ټوګه ژوند کړی او دا لومړی ځل دی چې داسی غم لړل پیښې رامنځته کیږي، دا د هیواد او افغانانو د اتفاق او اتحاد د دښمنانو کار دی.

 خودافغانستان دښمنان دی پوه شي چې په دا ډول کرغیړنو اوبې رحمانه عملونو په ترسره کولود افغانانو په یووالی کې خلل او نفاق رامنځته کولاي نشي .

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبری هئیت ددغه پیښۍ قربانیانو ته د خپلی خواخوږی او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي ، او د لوی خدای (ج) له دربارڅخه  شهیدانو ته فردوس جنت او ټپیانوته د سملاسی روغتیا هیله کوي.

په درنښت

 انجنیر امیر زی سنګین

دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ

سرپرست وزیر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته