زابل ولايت کې د اتصالات مخابراتي شرکت د ۲ سایټونو د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۱:۴۱
ریاست مخابرات ولایت زابل

د هیواد محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاوو د برابرولو په موخه د زابل ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اتصالات مخابراتي شرکت ګډ مسلکي او تخنیکي تیم له لوري د زابل ولایت د میزانې ولسوالۍ په مرکز او خاک افغان ولسوالۍ د ځنګلي په سیمه کې د اتصالات مخابراتي شرکت  د ۲ سایټونو د جوړولو په موخه سروې ترسره شوه او د جوړولو عملي چارې به یې هم ژر پیل شي.

د یادو مخابراتي سایټونو په جوړیدو سره به د یادو او نږدې شاو خوا سیمو اوسېدونکو مکالماتي او انټرنیټي ستونزې حل شي.

د یادونې وړ ده چې د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د هېوادوالو لپاره د معیاري او باکیفیته مخابراتي خدمتونو د پراختیا  او د خدمتونو د لا ښه والي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیکا کې د څلورو نویو مخابراتي سایټونو تخنیکي سروی ترسره شوه

د شکین ولسوالۍ په رډانو او بازار سیمو، د ګیان ولسوالۍ په ولي‌وست سیمه او د نعمت‌اباد ولسوالۍ په...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

نورستان کې د مخابراتي شبکو له برېن‌شاپونو څارنه ترسره شوه

د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اترا ادارې ګډ تخنیکي ټیم د دغه ولایت په کچه د مخابراتي شبکو اړوندو برېن‌شاپونو او نمایندګیو څخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۵۶
Background image

په نیمروز کې ۸۰ غیرقانوني ایراني سیمکارتونه ضبط شول

د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اترا مدیریت د معلوماتو له مخې، د زرنج ښار په مربوطاتو کې...

بېرته خبرونه ته