د لوګر ولایت مرکز په شمول ۳ ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شبکې د ۴ سایټونو خدمات ۴جي ته لوړ شول

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۳۳
مخابرات لوگر

د مخابراتي خدمتونو د پراختیا او د عصري تکنالوجۍ د پراخولو په موخه، د سلام امارتی مخابراتي شرکت له لوري د لوګر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د څلور مخابراتي سایټونو ظرفیت له ۳جي څخه ۴جي ته لوړ شول، چې ورسره د یادو سیمو اوسېدونکو ته د چټک، او معیاري مخابراتي او انټرنېټي خدماتو زمینه برابره شوه.

یاد څلور سایټونه د محمدآغې ولسوالۍ سرخ آب د مرکز پل علم پړاو د برکی ولسوالۍ عباد کلا او د خروار ولسوالۍ د ورسک غره په سیمه کې فعاله شوي، چې د ټولو یاد شویو سایټونو خدمات ۳جي څخه ۴جي لوړ شول.

د یادونې وړ ده تر دې وړاندې هم په لوګر ولایت کې د ګڼو مخابراتي شبکو د انټنونو ظرفیت لوړ شوی و او لا هم دا پروسه په لوګر ولایت کې مخ پر وړاندې روانه ده

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۳۸
Background image

بادغیس ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د قادس ولسوالۍ برګل سیمه کې د مخابراتو وزارت اترا ادارې د واحدې منبع له لارې جوړ او ګټې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۲۰
Background image

په خوست ولایت کې د کمپیوټري او ډیجیټلي مهارتونو له روزنیز مرکز څخه ۷۶ تنه فارغ شول

د دغه روزنیز پروګرام موخه د ځوانانو، دولتي کارکوونکو او محصلینو د کمپیوټري او ډیجیټلي...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۵۶
Background image

غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

دغه مخابراتي سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي تنظیم ادارې اترا د ټي دي اف یوولسمې پروژې...

بېرته خبرونه ته