سږکال د بادغيس ولايت په بېلابېلو او په ځانګړي ډول محرومو سیمو کې ټولټال ۲۷ مخابراتي سايټونه فعال شوي دي

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۵:۱۰
ولایت بادغیس افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې د پلان او لارښوونې پربنسټ د هیواد لرو پرتو او محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د چمتو کولو په موخه د بادغیس ولایت په بیلا بیلو ولسوالیو کې د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا)، د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، دولتي او خصوصی مخابراتي شرکتونو د ګډوهڅو په پایله کې ټول ټال ۲۷ مخابراټي سایټونه چې له ډلې یې ۱۰ مخابراتي سایټونه د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداری اټرا د ټي ډي اف لسمې پروژې په مرسته، ۴ مخابراتي سایټونه د افغان ټيلیکام سلام شبکې، ۳ مخابراتي سایټونه د روشن ، ۵ مخابراتي سایټونه د افغان بیسیم او ۵ مخابراتي سایټونه د اتوما مخابراتي شرکتونو له لوري جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

په ټوله کې د بادغیس ولایت بیلابیلو سیمو کې ۱۰۳ مخابراتي آنټنونه لګول شوي چې د انټرنټي او مکالماتي ستونزو د حل په برخه کې یې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته کړي او لا هم یو شمېر مخابراتي آنټنونه تر کار لاندې دي.

همداراز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د محترم مشرتابه له لوري د بادغیس ولایت هغه سیمې چې لا هم له مخابراتي ستونزو سره مخ دي ۹ مخابراتي سایټونه منظور کړي چې لنډه موده کې به یې د رغونې چارې هم پیل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۳۸
Background image

بادغیس ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د قادس ولسوالۍ برګل سیمه کې د مخابراتو وزارت اترا ادارې د واحدې منبع له لارې جوړ او ګټې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۲۰
Background image

په خوست ولایت کې د کمپیوټري او ډیجیټلي مهارتونو له روزنیز مرکز څخه ۷۶ تنه فارغ شول

د دغه روزنیز پروګرام موخه د ځوانانو، دولتي کارکوونکو او محصلینو د کمپیوټري او ډیجیټلي...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۵۶
Background image

غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

دغه مخابراتي سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي تنظیم ادارې اترا د ټي دي اف یوولسمې پروژې...

بېرته خبرونه ته