د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار کې د اف ټي ټي اچ (Fiber to the Home) پروژه رسماً پیل شوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۲:۱۴
ولایت بغلان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په منظورۍ، د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار په پنځو ناحیو کې د افغان ټیلی کام مخابراتي شرکت له لوري د مخابراتي زیربناو د پیاوړتیا او د عصري ټکنالوجۍ د عامولو په موخه، د FTTH (Fiber to the Home) پروژه په رسمي ډول پرانستل شوه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هېواد ګوټ ګوټ ته د عصري ټکنالوجۍ او باکیفیته مخابراتي خدمتونو د رسولو په برخه کې تل هڅه کوي او دا پروژه د همدې ملي ژمنتیا یوه مهمه برخه ده چې په تطبیق سره به یې د پلخمري ښار او اړوندو سیمو ته په لوړ کیفیت انټرنتي آسانتیا برابره کړي.

دا پروژه د نوري فایبر کیبلونو د غځولو له لارې د هر کور، تجارتي مرکز او دولتي او خصوصي دفترونو تر دروازې د لوړ سرعت، باکیفیته، ارزانه او باوري انټرنېټ خدمات برابروي.

د دې پروژې په پلي کېدو سره به د ښاریانو لپاره د چټک او ثابت انټرنېټ زمینه برابره شي، چې د سوداګرۍ، تعلیم، روغتیا او نورو برخو د پرمختګ لپاره به یوه پیاوړې زیربنا وي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۳۸
Background image

بادغیس ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د قادس ولسوالۍ برګل سیمه کې د مخابراتو وزارت اترا ادارې د واحدې منبع له لارې جوړ او ګټې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۲۰
Background image

په خوست ولایت کې د کمپیوټري او ډیجیټلي مهارتونو له روزنیز مرکز څخه ۷۶ تنه فارغ شول

د دغه روزنیز پروګرام موخه د ځوانانو، دولتي کارکوونکو او محصلینو د کمپیوټري او ډیجیټلي...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۵۶
Background image

غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

دغه مخابراتي سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي تنظیم ادارې اترا د ټي دي اف یوولسمې پروژې...

بېرته خبرونه ته