۲۴ د اسد د افغانستان اسلامي امارت له لوري د کابل د فتحې په ویاړ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وزیر الحاج مولوي نجیب الله حقاني د مبارکۍ پیغام

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۴ - ۱۱:۶
مولوی نجیب الله حقانی

 ﷽

﴿إِذَا جَاۤءَ نَصۡرُ ٱللَّهِ وَٱلۡفَتۡحُ ۝١ وَرَأَیۡتَ ٱلنَّاسَ یَدۡخُلُونَ فِی دِینِ ٱللَّهِ أَفۡوَاجࣰا ۝٢ فَسَبِّحۡ بِحَمۡدِ رَبِّكَ وَٱسۡتَغۡفِرۡهُۚ إِنَّهُۥ كَانَ تَوَّابَۢا ۝٣﴾

د افغانستان اسلامي امارت ټول با شهامته او مېړني ولس ته له امریکايي او غربي ښکېلاکګرو څخه د هېواد د استقلال د بیرته د ترلاسه کېدو مبارکي ؤایم. د ویاړ ځای دی چې د الله تعالی په کامل نصرت او د افغانستان د مېړني ولس په قوي هوډ او قربانیو له شل کلن جهاد او مبارزې وروسته په دې ؤتوانېدو چې هېواد له غربي اشغال څخه خلاص او یو قوي اسلامي نظام مستحکم کړو. یاده دې وي چې په دغې لاره کې له غربي اشغالګرانو سره په جهاد کې ډېرې ځوانۍ خاورې او د شهادت ستر مقامونه یې ترلاسه کړل چې تاریخ به د دوی دا سرښندنې په خپل یاد کې تلپاتې ساتي او د دوی کارنامې به په زرینو کرښو د افغان تاریخ په پاڼو کې درج وي. پای کې ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکؤم چې د افغانستان اسلامي امارت په خپل ټول تعهد او ژمنتیا د افغانانو د هوسا راتلونکي لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کؤي او د یوه بشپړ اسلامي نظام او پر ځان بسیا افغانستان لپاره موثر ګامونه اخلي. {وَأُخۡرَىٰ تُحِبُّونَهَاۖ نَصۡرٞ مِّنَ ٱللَّهِ وَفَتۡحٞ قَرِيبٞۗ وَبَشِّرِ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ} الآیه

الحاج مولوي نجیب الله حقاني

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۳۸
Background image

بادغیس ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د قادس ولسوالۍ برګل سیمه کې د مخابراتو وزارت اترا ادارې د واحدې منبع له لارې جوړ او ګټې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۲۰
Background image

په خوست ولایت کې د کمپیوټري او ډیجیټلي مهارتونو له روزنیز مرکز څخه ۷۶ تنه فارغ شول

د دغه روزنیز پروګرام موخه د ځوانانو، دولتي کارکوونکو او محصلینو د کمپیوټري او ډیجیټلي...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۵۶
Background image

غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

دغه مخابراتي سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي تنظیم ادارې اترا د ټي دي اف یوولسمې پروژې...

بېرته خبرونه ته