څلویښت نجونې د سیالۍ په آزموینه کې له بریالي کیدو وروسته خپلو اړوندو څانګو ته معرفي شوې

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۶:۳۸
معصومه خاوری

دا مراسم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري، د کاسا ډیجیټل پروژې رئیس او کارمندانو او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د یو شمیر رئیسانو په ګډون جوړ شوي وو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې، د معلوماتي ټکنالوجۍ په سکتور کې د ښځو او انجونو لږ برخه اخیستنې او په دې برخه کې په ۲۰۲۱ کال کې د نړیوالې مخابراتي اتحادیې شعار او ټینګار ته په اشارې سره و ویل چې پدې دوره کې د میرمنو ګمارنه یو مهم ګام دی او د ښځو لخوا د فرصت په سمه او غوره کارولو یې ټینګار وکړ.

معصومه خاوری

د کاسا ډیجیټل پروژې رئیس خداداد موسوی ګډونوالو ته د ښه راغلاست پرمهال د دې برنامې اهمیت په اړه خبرې وکړې او د ښځو لخوا د ټکنالوجۍ د کارولو کې لپاره د ورته پروګرامونو ترسره کیدل یې مهم او حیاتي وبلل.

ښاغلي موسوي، د میرمنو لپاره د زده کړې په پیل سره، له هغوی وغوښتل چې له دې فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړي او د تخنیکي څانګو په همکارۍ دې د خپلو وړتیاوو او مهارتونو لوړولو ته جدي پاملرنه وکړي.

خداداد موسوی

د کاسا ډیجیټل پروژې د جندر او عامه اړیکو متخصصې وژمه کوهستاني هم پدې اړه خبرې وکړې او د ښځو د ملاتړ کولو په برخه کې یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له هڅو څخه ستاینه وکړه.

د دغه پروګرام یوې ګډونوالې بهشته حبیبي، پداسې حال کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د کاسا ډیجیټل پروژې چارواکو له پاملرنې او ملاتړ څخه ستاینه وکړه په پراخه کچه د ښځو لپاره د دې ډول پروګرامونو د دوام غوښتنه یې وکړه.

د یادونې وړ ده چې د ۹ میاشتني زده کړې پروګرام پای ته رسیدو وروسته، د دغه پروګرام برخه اخیستونکو ته به د کاري سندونه ورکړل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته