پکتیکا ولایت کې دسلام مخابراتي شبکې د ۲۵ سایټونو د جوړولو په موخه سروې تر سره شوه

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۶ - ۱۱:۵۶
ولایت پکتیکا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په لارښوونه د پکتيکا ولايت ولسواليو ته د مخابراتي او انټرنيټي چوپړتیاوو د برابرولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې د لسمې پروژې ۲۵ سايټونو د سروې چارې پيل شوې.

د يادو سايټونو سروې د افغان ټيلي کام مخابراتي شرکت د درې کسيز تخنيکي ټيم، د پکتيکا ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، اترا ادارې استازی، افغان ټيلي کام ولایتي مسئول  لخوا سروې په مټاخان، سرروضه،‌ اُرګون، زيړوک، نکه، ګيان او برمل ولسواليو هغه سیمې چې يا هيڅ مخابراتي او انټرنيټي چوپړتیاوې پۀ کې نۀ وې او يا ضعيفه وې تر سره شوه. 

ياد سروې شوي سلام شبکې سايټونه په هره ولسوالۍ کې په داسې تخنيکي ډول سروې شؤي چې د ولسوالۍ اړوند ډېری سیمې به تر مخابراتي او انټرنيټي پوښښ لاندې راولي او يو له بل سره به د مايکرووف له لارې ونښلول شي. 
همدارنګه، د یادونې وړ ده چې ډېر ژر به یې عملي چارې پیل شي او له جوړیدو وروسته به د یادو سیمو محترمو اوسیدونکو ته سلام مخابراتي شیکې د  ټوجي او تري جي خدمتونه وړاندې کړي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۳۸
Background image

بادغیس ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د قادس ولسوالۍ برګل سیمه کې د مخابراتو وزارت اترا ادارې د واحدې منبع له لارې جوړ او ګټې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۲۰
Background image

په خوست ولایت کې د کمپیوټري او ډیجیټلي مهارتونو له روزنیز مرکز څخه ۷۶ تنه فارغ شول

د دغه روزنیز پروګرام موخه د ځوانانو، دولتي کارکوونکو او محصلینو د کمپیوټري او ډیجیټلي...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۵۶
Background image

غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

دغه مخابراتي سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي تنظیم ادارې اترا د ټي دي اف یوولسمې پروژې...

بېرته خبرونه ته