پکتیا ولایت مرکز ګردېز کې پنځه مخابراتي سايټونه د نوري فايبر سره ونښلول شول

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۸:۴۶
مخابرات ولایت پکتیا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر اساس او د پکتیا ولایت د مخابراتو ریاست د پرله پسې هڅو په پایله کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز ښار اړوند په بېلابېلو سيمو کې د افغان ټلیکام دسلام مخابراتي‌ شبکې پنځه مخابراتي سایټونه چې کارونه یې پخوا بشپړ شوي وو له نوري فایبر سره ونښلول شول.

همداراز د نورو مخابراتي او انټرنتي سایټونو د نښلولو لپاره هڅې روانې دي، څو خلک باکیفیته او چټک انټرنت ته لاسرسی ولري او په دې برخه کې یې ستونزې حل شي.

د یادونې وړ ده چې د سیمو اوسیدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجې وزارت له پاملرنې څخه یې قدرداني څرګنده کړه او د یاد ولایت د مخابراتو ریاست له هڅو څخه یې مننه وکړه.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۵:۴۹
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبري پلاوي غونډه ترسره شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبري پلاوي مجلس د یاد وزارت...

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۴:۵۵
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کارمندانو ته د وړتیا لوړونې یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست د دغه وزارت د آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو د ظرفیت لوړولو...

بېرته خبرونه ته