په کاپیسا او پنجشیر ولایتونو کې د سلام شبکې خدمتونه پرانیستل شول

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د روان ۱۳۹۲ کال د حوت میاشتې په ۲۶ او ۲۷ مو نیټو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي مرستیال ښاغلي بریالی حسام او ورسره د دغه وزارت لوړ پوړي پلاوي لخوا په کاپیسا او پنجشیر ولایتونو کې د سلام شبکې خدمتونه پرانستل شول.

په دغه دوه ورځني سفر کې د مخابراتو وزارت  تخنکي مرستیال او ورسره پلاوي ته د یادو ولایتونو  د دولتي چارواکو او خلکو لخوا تود هرکلی وویل شو او په هغه غونډو کې چې د سلام شبکې د پرانیستل کیدو په مناسبت جوړې شوې وې ګډون یې وکړ.

ښاغلي حسام په دغو غونډو کې خبرې وکړې او د یاد وزارت لپاره یې د سلام شبکې د خدمتونو پیلول حیاتي وبلل، هغه وویل: چې مخابرات او معلوماتي ټکنالوجۍ د خلکو په اوسني ژوند کې بنسټیز اصل دی، هغه وویل: که د معلوماتي ټکنالوجۍ څخه د کاري وسیلې په توګه ګټه پورته نشي د الکټرونیکي حکومتولۍ زمینه به برابره نشي.

همدا راز ښاغلي حسام د افغان ټیلي کام سلام شبکې  خدمتونو د ګټو په اړه لنډ معلومات ورکړل. هغه په خپلو خبرو کې وویل: چې  سلام شبکې د جوړولو څخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت موخه په انټرنټي بیو کې ټیټوالی، د خدمتونو د کیفیت لوړول او په مخابراتي بازار کې سیالۍ ته وده ورکول دي.

د مخابراتو وزارت تخنیکي مرستیال ښاغلي حسام زیاته کړه: چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تل هڅه کړې چې د هرې ممکنې لارې څخه په ګټې اخیستنې په ټول هیواد کې خلکوته باکیفیته او په کمو بیو مخابراتي اوانټرنټي خدمتونه برابر کړي. همدې موخې ته د رسېدو لپاره افغان ټیلي کام چې یو دولتي شرکت دی د ۶۵ ملیون ډالرو په ارزښت د سلام 3G ټکنالوجۍ  خدمتونه یې بازار ته وړاندې کړل چې تردې دمه د هیواد په ۱۶ ولایتونو کې ګټې ته سپارل شوي دي.

د یادولو وړ ده چې د کاپیسا په ولایت کې د کاپیسا والي ښاغلي ساپي او په پنجشیر ولایت کې د پنجشیر والي ښاغلي عبدالرحمن کبیري او د مشرانو جرګې لومړي مرستیال ښاغلي محمد علم ایزد یار خبرې وکړې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو او لاسته راوړنو څخه یې ستاینې وکړې.

 

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۱۴:۴۸
Background image

په نورستان ولایت کې د سلام مخابراتې شبکې د نوي سایټ سروې ترسره شوه

د سروې پر مهال د سایټ مناسب موقعیت، د مخابراتي او برېښنايي تجهیزاتو د نصب شرایط او د P2P لینک له لارې د انټرنېټ خدمتونو...

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۱۱:۴۰
Background image

هېواد په کچه د اسنادو او مکاتیبو د ډیجیټلي سیسټم د تطبیق ناسته وشوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر، ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي، په مشرۍ د هېواد په کچه د امارتي ادارو او وزارتونو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۳۳
Background image

غور ولایت کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د هیواد لیرې پرتو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو د پراختیا او برابرولو په موخه غور ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، د مخابراتواو...

بېرته خبرونه ته