په کابل کې د هند له سفیر ښاغلي (منپریټ ؤهره) سره ناسته

mcitadmin
یکشنبه ۱۳۹۶/۷/۱۶ - ۵:۳
zdsd

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست شهزاد آریوبي په افغانستان کې د دوست هېواد هند له سفیر ښاغلي (منپریټ ؤهره) سره د معلوماتي ټکنالوجۍ او مخابراتي سکټور په برخه کې د اوږد مهاله دوه اړخیزه همکاریو په اړه ناسته درلوده. 
په دغه ناسته کې د افغانستان لپاره د غوره مخابراتي خدمتونو په موخه د افغانستان او هند تر منځ د جنوبي اسیا سپوږمکۍ هوکړه لیک پر عملي کولو، د مخابراتو وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ انسټیټیوټ د نوښتونو او څیړنو په یو لوی مرکز بدلولو او همدارنګه د IT په برخه کې د هند په مرسته د افغان ځوانانو په ظرفیت لوړونه بحث او خبرې وشوې. سرپرست وزیر په مخابراتي سکټور کې د هند له مرستو مننه وکړه او په دې برخه کې یې پر لا پياوړو دوه اړخیزه اړیکو او همکاریو ټینکار وکړ. بل لور د هند سفیر له افغانستان سره په معلوماتي ټکنالوجۍ او د مخابراتي سکټور په پیاوړي کولو کې د اوږد مهاله همکاریو ژمنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې هند به په ياده برخه کې له افغاستان سره لا زیاتې مرستې وکړي. 
په پای کې سرپرست وزیر له افغانستان سره په مخابراتي سکټور کې د هند له پراخو مرستو او نیکو هیلو مننه وکړه او همدارنګه ښاغلي (ؤهره) نوموړي ته د نوې دندې مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د لاډېرو بریالیتوبونو هیله څرګنده کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته