په غور کې د دوو مخابراتي سایټونو د جوړولو چارې پیل شوې

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۳۲
مخابرات ولایت غور

د مخابراتي خدمتونو د پراختیا په موخه، د غور ولایت پسابند ولسوالۍ کاکرۍ او شهرک ولسوالۍ جلګه مزار سیمو کې د افغان بیسیم او اټوما مخابراتي شرکتونو د ۲ مخابراتي سایټونو د جوړولو عملي چارې پیل شوې.

د ۲ مخابراتي سایټونو له ډلې لومړنۍ یو یې چې د پسابند ولسوالۍ کاکرۍ سیمې کې جوړېږي د ټي ایف (TDF) له بودیجې تمویلېږي او دویم یې د یاد مخابراتي شرکت له لوري تر کار لاندې دی.

د دغو سایټونو له فعالېدو سره به د دواړو سیمو اوسېدونکي مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته لاسرسی ومومي او د مخابراتي پوښښ په برخه کې به یې شته ستونزې راکمې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۳۸
Background image

بادغیس ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د قادس ولسوالۍ برګل سیمه کې د مخابراتو وزارت اترا ادارې د واحدې منبع له لارې جوړ او ګټې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۲۰
Background image

په خوست ولایت کې د کمپیوټري او ډیجیټلي مهارتونو له روزنیز مرکز څخه ۷۶ تنه فارغ شول

د دغه روزنیز پروګرام موخه د ځوانانو، دولتي کارکوونکو او محصلینو د کمپیوټري او ډیجیټلي...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۵۶
Background image

غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

دغه مخابراتي سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي تنظیم ادارې اترا د ټي دي اف یوولسمې پروژې...

بېرته خبرونه ته