په بدخشان ولایت کې د نوري فایبر شبکې سره د ښوونځیو او روغتیايې مرکز د نښلولو کار څارنه وشوه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۵ - ۸:۳۹
وصل مکاتب ولایت بدخشان به فایبر نوری

د بدخشان ولایت د ډیجیټل همغږی کوونکي رئیس ښاغلي غلام رباني حیدری د سایف شهید عالي لیسې ، د ښوونکو روزنې ریاست ، د عامې روغتیا ریاست او د شهید استاد رباني د ۲۰۰ بستریز ولایتي روغتون د نښلولو کار له جریان څخه د یاد ریاست کارکوونکو او د افغان ټلی کام مسئولینو په ګډون لیدنه وکړه.

د دوه تعلیمي موسسو د کیبل غزولو او تجهیزاتو کار بشپړ شوی او ډیر ژر به د نوري فایبر شبکې سره وصل شي، چې په پایله کې به د زده کونکو او استادانو لپاره د غوره او کیفیت لرونکي تعلیم ته زمینه برابره شي.

همداراز عامې روغتیا او د شهید استاد ربانی ۲۰۰ بستریز روغتو به د پرمختللي او چټک انټرنیټ سره ونښلول شي او د دې په بشپړیدو سره به د فیض آباد ښاریانو لپاره Tele Medicine" او معیاري طبي درملنه چمتو شي.

د یادونې وړ ده چې د دې پروژې د پایپونو غزولو د کیندنې او تخنیکي تجهیزاتو د نصبولو پړاوونه بشپړ شوي او ډیر ژر به په کار پیل وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته