په بامیان ولایت کې د مخابراتي او انټرنیټي شکایتونو ته د رسیده‌ګۍ کړنلارې د بداېنې لپاره د نظرغوښتنې ناسته شوه

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۱۴:۱۸
جلسه نظرخواهی

د نظرغوښتنې دا ناسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت حقوقي ریاست لخوا د بامیان په ولایت کې د مخابراتي او انټرنیټي شکایتونو ته د رسیده‌ګۍ د کړنلارې د بډایه کولو په موخه د حقوقي واحد رئیس، حقوقي سلاکار، د وزارت د ریاستونو مسئولینو او استازو په ګډون جوړه شوې وه.

د غونډې په پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت حقوقي کارپوه په بامیان ولایت کې د مخابراتو او انټرنیټي شکایتونو د کړنلارې د طرحې، د هغې اهمیت، موخه او اړتیا په اړه تفصیلي معلومات ورکړل، او بیا د اړوندو ریاستونو استازو د پورتني پلان د بډایه کولو او موثریت په اړه خپل وړاندیزونه او نظریات وړاندې کړل.

جلسه نظر خواهی

د یادولو ده چې دا کړنلاره په بامیان ولایت کې د مخابراتي خدمتونو، انټرنیټي او معلوماتي ټکنالوجۍ وړاندې کولو اړوند د ادارو د کارمندانو او پیرودونکو شکایتونو ته د رسیدګۍ او ځواب ویلو لپاره رامینځته شوې ده.

د دې طرحې نهایي کولو سره به شکایتونو ته د رسیده‌ګۍ، د مخابراتو او انټرنیټي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو ترمینځ د شخړو هوارولو لپاره زمینه برابره شي، او د مخابراتي شرکتونو ترمنځ به همغږي رامینځته شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته