په انټرنټی نړۍ کی د ښځو زورول د ښځو په وړاندی د تاوتریخوالي یوه برخه ده

Author image
Alireza Khaliqyar
شنبه ۱۳۹۷/۹/۱۰ - ۱۷:۸
تهدید زنان در دنیای انترنیتی بخشی از خشونت علیه زنان می باشد

د انټرنيتي فضا څخه ناوړه ګټه اخیستنه د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي یوه برخه ګڼل کېږي چې په کې معلوماتي ټکنالوجي د تهديد او مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي د تحميل او آن مېرمنو ته د ضرر رسونې د هڅونې د وسيلې په توګه کارول کېږي.

د مخابراتو نړېوالې اتحادیې ITU وروستي معلومات ښیي چي مخ پر ودې هیوادونو کې ۳۳ سلنه کمې مېرمنې نارینه وو پرتله انټرنټ ته لاسرسی لري چې اصلي لامل آنلاین ګواښول دې.

زده کړې او له پوهې، تجربو، ټکنالوجۍ او نورو سرچينو څخه د څېړنو په موخه ګټنه، د مېرمنو اساسي حق دی چې د هغوی د ژوندانه په وده او بهترۍ کې ور سره مرسته کوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي په دې اطمینان ورکړ چې د سايبري قوانينو د تدوين، د مېرمنو د خونديتوب او د مېرمنو د حفاضت او خونديتوب په موخه د عملي لارو چارو د جوړولو په موخه به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت عملي ګامونه واخلي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له هېوادوالو او رسنيو په هیله کوي چې د عامه پوهاوی لپاره او د مېرمنو حقوقو ته په درناوي سره چې زموږ ايماني مسؤوليت هم دی، کار وکړي، تر څو وکولی شو د هېواد د مېرمنو لپاره له تهديدونو خالي او یوه خوندي انټرنيټي فضا رامنځته شي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۶:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

زابل ولایت کې د مخابراتي خدماتو نوې څانګه پرانیستل شوه

د یادې څانګې د پرانیستلو موخه د زابل ولایت اوسېدونکو ته د مخابراتي خدماتو د لاسرسي آسانتیا، د مراجعینو د ستونزو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یاد سایټ په فعالېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ سنکۍ زنده ‌خېلو سربیره ناریزي، شبوخېل، سرې او د یو شمېر نیږدې سیمو اوسېدونکي...

بېرته خبرونه ته